File talk:Khost districts.png

From Wikimedia Commons, the free media repository
Jump to navigation Jump to search

صاف ستره ژوند

ابوالشعثاء جابربن زید(رح)

جابربن زید(رح)دبصرې په تابیعینوکې دخپل وخت تر ټولولوی عالم اومنلی مفتي و.دجابر بن زید (رح)کنیت ابوالشعثاء اودسیدناعبدالله بن عباس رضی الله عنهما شاګردو.له سیدناعبدالله ابن عباس(رض) او سیدناعبدالله ابن عمرنه یې احادیث راروایت کړي دي .ابن عباس( رض) دجابربن زید(رح )دعلم دوسعت (پرخوالي )ډیر قدردان و. او دهغه دښې پوهې اوهوښیارتیا تعریف به یې کاوه . ابن عباس رضی الله عنهمابه وئیل چې که دبصرې اوسیدونکي دجابربن زید(رض) په خبره پوه شي اودهغه رایه اختیارکړي هغه څه چې په قران مجیدکې موجود دي د دوی دپوهې له پاره کاپي (پوره)دي .یوځلې له ابن عباس( رض )نه چا پوښتنه وکړه .ایاتاسوپه داسې حال کې له پوښتئ چې جابربن زیدستاسو په منځ کې موجود دی .اوهمداسې زیادبن جبیروایې چې ما له جابربن عبدالله انصاري نه دیوې مسئلې په هکله پوښتنه وکړه. له ځواب راکولونه یې وروسته ووئیل ،ته له ما نه ولې پوښتې په داسې حال کې چې دتاسو په منځ کې ابوالشعثاء (رح )موجود دی ؟.

عمروبن جابر وایي (ماله جابر بن زید نه ستر فتواورکونکی عالم بل څوک لاتراوسه نه دی لیدلی )یوځلې دطواف په دوران کې دجابر بن زید ملاقات له سیدنا عبدالله بن عمررضی الله عنهماسره وشو.سیدنا عبدالله بن عمر هغه ته نصحت وکړ.ای جابر!ته دبصرې له فقهاء نه یې له ته څخه که خلک دمسئالوپوښتنې کوي هغوی ته دقران اوسنت په رڼا کې فتوې ورکوه .که داسې دې ونه کړه ته به هم هلاک شې اونور به هم هلاک کړې . دمسئلودحل )افتاء) تجربې اومهارت باوجود هم دقضاوت دندې ته یې زړه نه ښه کاوه .

عمروبن دینار(رح) وایې چې ماته ابوالشعثاء وویل چې حاکم بن ایوب څوتنه دقضا لپاره ګومارلي دي .زمانوم هم پکې دی .مګرکه ما مجبور کړي چې دامنصب ومنم . زه به پخپله اوښه سپور شم اوچیرې لرې به لاړشم . په ابوالشعثاء (رح)هغه اوښه چې حج ته پرې تللی وبیخي زیاته ګرانه وه . وئیل به یې چې هغه اوښه چې ما پرې وقوف عرفت کړی دهرې بلې اوښې نه مې ډیره زیاته خوښیږي .ماته دهغې دوسوه دیناره قیمت راکول کیده مګر ومې نه پلورله . دخدای (ج )درضاپه خاطربه یې لکه دمکې مدینې ته دسواری کرایه .دغلام دازادولو قیمت ،اویا هم دقربانی دڅاروي داخیستلو په بیعه (نرخ) په لاندې اوباندې کې به یې چیړ نه خوښوه .هسې هم ډیر پرهیزګار اومحتاط و. د دونیامالداري یې نه خواښېده.یوځل یې عمرو بن دینار ته وفرمایل چې په دنیا کې صرف دیوه خره د (سواری) مالک یم .یوه شپه یې چېرته دتلو په وخت کې دسپیودخوړلوله کبله دچا له شپول نه دبانس یو لرګی راویست .کورته له رارسیدو ورسته یې دکور غړو ته وویل دالرګی مې دفلاني قوم دباغ له ویاړې (شپول ) نه راويستی دی .خلکوووئیل چې سبحان الله یاابوالشعثاء(رح)دالرګی دومره ارزښت لري .ابو الشعثاء (رح )ورته وفرمایل چې که همداسې هرلاروی یو یو لرګی ترې وباسي داشپول به له منځه لاړشي .کله چې سهارشو هغه لرګی یې بېرته هماغه ځای ته یوړ. په ۹۳هجري کې وفات شوی .کله چې ابوالشعثاء( رح )ښخ کړای شو قتاده (رح) وفرمایل ،،نن دځمکې علم ښخ کړای شو . بختیارځدراڼ تبوک سعودي عرب


I'm afraid I do not understand Arabic. :( Rarelibra (talk) 17:30, 11 November 2008 (UTC)[reply]